روسیه: د زاپوروزای اټومي بټۍ کې مو د خوندیتوب سيمې د رامنځته کولو په اړه د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ له غوښتنې ملاتړ کوو
CMG2023/03/10 11:07:13
شريکول:

د م.م په ويانا مقر کې د روسيې دايمي استازي اوليانوف د مارچ په ۹مه نېټه ويلي، چې روسيه د زاپوروزای اټومي بټۍ کې د خوندیتوب سيمې د رامنځته کولو په اړه د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ له غوښتنې ملاتړ کوي. په دې سيمه کې څو مهم ټکي باید تضمین شي: د زاپوروزای پر اټومي بټۍ د هر ډول بريد منع کول، د نظامي عملیاتو لپاره د اټومي بریښنا بټۍ کارولو منع کول، په دې سيمه کې درنې وسلې او مهمات ځای په ځای نه کول او د اټومي پیښو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر نیول.

اولیانوف پر دې ټینګار وکړ چې د دې غوښتنې عملي کول نه یوازې د روسیې، بلکې د اوکراین ملاتړ ته اړتیا لري. (ژباړه: شکريه)