اتریش: له چین سره به اړیکې نورې هم نږدې او ټينګې کړي
CMG2023/03/10 14:54:53
شريکول:

د اتریش ولسمشر اليکسندر وان دیربیلن د مارچ په ۹مې نېټې په ویانا کې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې غواړي، له چین سره اړیکې نورې هم نږدې او ټينګې کړي او چين يې

د اتریش مهم همکار بللی دی.

 ولسمشر دیربیلن په همدې ورځ د چین د نوې سفیرې چي مې د باور لیک د منلو پر مهال ويلي، چې اتریش له چین سره اړیکو ته ډېره پاملرنه کوي او غواړي همکارۍ ورسره نورې هم ژورې کړي، متقابل راکړې ورکړې زیاتې او خپلمنځي اړیکې ورسره نورې هم ټينګې کړي.

 (هیله)