د بلخ والي په ځانمرګي بريد کې ووژل شو
CMG2023/03/10 13:52:07
شريکول:

د افغانستان د شمالي بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د مارچ په ۹مې نېټې ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې د دې ولايت والي محمد دواد مزمل وژل شوی دی.

 د افغانستان د سرپرست حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په همدې ورځ پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې يوه ځانمرګي بريدګر د همدې ورځې په سهار د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د والي په دفتر کې ځان پورې تړلو بمونو ته چاودنه ورکړې ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اصف وزيري خبري رسنيو ته ويلي، چې ياد بريد داسې مهال شوی، چې داود مزمل په خپل دفتر کې غونډه درلوده.