وانګ يا پينګ د ماشومانو او ځوانانو د فضايي ارمانونو لپاره خدمت کوي
CMG2023/03/10 15:48:27
شريکول:

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړې وانګ يا پينګ د دغه هېواد لومړۍ ستورمزلې ده، چې په فضا کې له بېړۍ نه بهر چارې تر سره کوي او هم يې د چين د لومړۍ فضايي ښوونکې وياړ خپل کړی دی. 

وانګ يا پينګ په لومړي ځل د ۲۰۱۳م کال په جون کې د شن جو لسم نمبر انسان وړونکې دنده تر سره کړه او له فضا څخه يې درس ورکړ او د چين لومړۍ‌ فضايي ښوونکې وياړ يې په خپل نوم کړ.

وانګ يا پينګ په تېرې يوې لسیزې کې چيني ماشومانو او ځوانانو ته سلو درسونو او فعاليتونو کې ګډون کړی او په بهير کې يې له ساينس او ټېکنالوژۍ او فضا سره د تاندو ځوانانو شوق او ذوق احساس کړی دی. 

وانګ يا پينګ سږکال د چين د ولسي سیاسي کنفرانس د غړې په توګه ټاکل شوې ده. نوموړې د ماشومانو او ځوانانو د عامه پوهاوي، تعليمي او ساینسي سویې د لوړولو په برخه کې څېړنې کوي.