د چين د دوو مجلسونو کلنۍ غونډې د ټول بهیر ډيموکراسي انعکاسوي
CMG2023/03/10 15:00:00
شريکول:

 

اوس په بېجينګ کې د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې کلنۍ  غونډې روانې دي او دواړه غونډې د دغه هېواد د ټول بهير ډيموکراسۍ د څار يوه مهمه کړکۍ بلل کېږي.

په دغو غونډو کې يو ځل بيا د چين د مقرراتو او قواعدو قانون تعديل نامه د بيا غور او ارزونې لپاره ملي ولسي کانګرس ته وړاندې شوې ده. د مقرراتو او قواعدو قانون د هېواد د تقنيني سيستم او تقنيني چارو، همدارنګه د سوسياليستي قوانينو حاکميت د تنظيم لپاره ځانګړې شوې او د مقرراتو او قواعدو مديريت او اداره کوونکی بلل کېږي. د دغه قانون په تعديل نامه کې د ټول بهير ډيموکراسۍ د دوام او پرمختګ په اړه محتويات اضافه شوي دي. قانونپوهان په دې باور دي، چې د ياد قانون تعديل او اصلاح د چين ټول بهير ډيموکراسي ښه تامينوی شي،  له اړوندو چارو څخه يې د ټول بهير ډيموکراسۍ ځانګړتياوې هم ښکاري، ځکه د دغه قانون د تعديل په بهیر کې د عامو خلکو ښه نظرونه او وړانديزونه راټولېږي او ملي تقنيني ارګان ته رسول کېږي.

موږ څنګه يو هېواد ډيموکراتيک بللی شو؟ تر هر څه لومړی باید د همدغه هېواد خلک وپوښتو چې ايا دوی خپل ځانونه د هېواد خاوندان بولي؟

چين تر يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو زيات نفوس لري چې د نړۍ د ټول نفوس 1/5 برخه نيسي. د دومره خلکو نظرونه څنګه څرګندېږي؟ پر بېلابېلو موضوعاتو يې موافقې ته څنګه رسېږي او موافقه يې څنګه په واقعي توګه عملي کېږي؟  چين د دغو ستونزو حل لار پيدا کړې او دا لار يې”د ټول بهير ډيموکراسي“ نومولې ده. 

د ټول بهير ډيموکراسي د سوسياليستي ډيموکراسۍ اصلي ځانګړتيا بلل کېږي. دغه ډيموکراتيک ماډل دواړه لارې چارې (انتخابات او مشورې) يوځای کړي او د انتخاباتو، مشورو، پرېکړه کولو، مديريت او نظارت په بهیر کې ترې کار اخلي، چې په دې سره د هېواد د سياسي او ټولنيزو چارو په هره کړۍ کې د ولسونو اواز اورېدل کېږي او ارمان يې څرګندېږي.

د بېلگې په توګه،  د چين ولسي کانګرس د استازو ټاکنې په نړۍ کې تر ټولو لويه پيمانه لرونکې ډيموکراتیکې ټاکنې دي. د پنځو درجو استازي يې په ډيموکراتيک ډول ټاکل کېږي او د هرې دورې ماموريت يې پنځه کاله دوام لري. په چين کې د ولسي کانګرس د هغو دوو درجو (ولسواليو او علاقه داريو) استازي، د دغه هېواد د ټولو رايې ورکوونکو لخوا چې عمومي شمېر يې څه باندې يو ميليارډ ته رسېږي، د رايې اچونې له لارې ټاکل کېږي. د ولسواليو له درجې پورته استازي يې د لاندنۍ يوې درجې د ولسي کانګرس لخوا ټاکل کېږي. د ولسي کانګرس په استازو کې د هېواد د هرې سيمې، هر مسلک، هرې ساحې او هر قوم استازي شامل دي. 

د بېلګې په توګه، کارګر، بزګر، مسلکي تخنیکران او نور بنسټيز کارکوونکي د ولسواليو او علاقه داريو په ټولو ۲ میليونو او ۶۲۰ زرو استازو کې  52.53% او د علاقه داريو په استازو کې 76.75% نيسي. د روانې دورې ملي ولسي کانګرس په ۲۹۷۷ استازو کې ۴۴۲ د لږکيو قومونو استازي شامل دي او ۵۵ لږکي قومونه خپل استازي پکې لري. دغه راز د  کارګرو او بزګرو ۴۹۷ استازي هم پکې شامل دي چې د ټولو استازو په جمله کې 16.69% جوړوي. يو بهرنی ژورناليست چې د چين د دوو مجلسونو د کلنيو غونډو په اړه راپورونه يې جوړ او خپاره کړي دي، چين مېډيا گروپ ته وايي، زه دې ته متوجه يم چې د چين د ملي ولسي کانګرس په استازو کې موټر چلوونکي، پوست لېږدوونکي، استادان، اشپزان، ډاکټران او ژورناليستان هم شامل دي، خو په ډېرو نورو هېوادونو کې همدا ډول کسان ډېر کم فرصتونه لري چې د خلکو په استازيتوب په ملي غونډو کې ګډون وکړي او خپل نظرونه څرګند کړي.
ډيموکراسي د ډيکورېشن او سينګار توکی نه، بلکې د ولسونو د ستونزو د هوارۍ لپاره ده. چين نسبتاً شتمنه ټولنه جوړه کړې، د کرونا وبا ضد مبارزه کې يې پرېکنده بریاليتوب ترلاسه کړی او اوس د چيني شکله عصري کېدو بهير د پرمخ بېولو په هڅه کې دی، همدا ټولنيز او اقتصادي پرمختګونه يې په خپل ټول ډيموکراتيک بهير تړلي دي. د نړيوالې سروې له مخې، په دې وروستيو کلونو کې هر کال له خپل حکومت سره د چينايانو د رضایت کچه له 90% پورته ساتل شوې او همدا د دغه هېواد د ډيموکراسۍ رښتينی وضعيت انعکاسوي.

چين د سوسیاليستي عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ نوي پړاو ته دننه شوی او مشرتابه يې ټول بهيره ډيموکراسي د چیني شکله عصري کېدو بهير لپاره اړينه بولي. د چين ماډل ښايي د انسانانو د ډيموکراتيکو چارو د پرمختګ لپاره نوې لار پيدا کړي.