بلاروس به شانګهای همکارۍ سازمان کې د شامليدو تشريفات بشپړ کړي
CMG2023/03/10 13:52:57
شريکول:

د بلاروس ولسمشر اليکسندر لوکاشينکو د مارچ په ۹مې نېټې د دې هېواد په پلازمينې مينسک کې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې پلان لري، د ۲۰۲۳م کال له جون مخکې په شانګهای همکارۍ سازمان کې د شامليدو تشريفات بشپړ کړي.

لوکاشينکو ويلي، بلاروس اوس په شانګهای همکارۍ سازمان کې د شامليدو په پار د کتونکي هېواد په توکه اړوند قانوني تشريفات برابر کړي او پلان لري، چې د دغه له سږنۍ سرمشريزې مخکې د غړیتوب پروسه بشپړه کړي.

ټاکل شوې، چې د شانګهای همکارۍ سازمان سږنۍ سرمشريزه په هند کې ترسره شي.

 

بلاروس په ۲۰۱۰م کال کې د شانګهای همکارۍ سازمان همکار او په ۲۰۱۵م کال کې د دې سازمان کتونکی هېواد شو او د ۲۰۲۲م کال په جولای کې يې په دغه سازمان کې د شامليدو غوښتنلیک وړاندې کړی دی.

د همدې کال په سپتمبر، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د شورا په ۲۲مې غونډې کې د بلاروس د غړیتوب د منلو سند لاسلیک کړ.

لوکاشينکو د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په ۹مې نېټې د خپل هېواد اړوندو ادارو ته حکم کړی، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيتوب لپاره د ياداښت لايحه لاسليک کړي.