د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډې د دولتي شورا د څانګو د اصلاحاتو پلان پرېکړه تصویب کړه
CMG2023/03/10 15:15:00
شريکول:

 د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډې د مارچ په لسمې نېټې د رايګرۍ له لارې د دولتي شورا د څانګو د اصلاحاتو د پلان پرېکړه تصويب کړې ده.

د ياد کانګرېس لومړۍ غونډې د يادې نېټې په سهار درېيمه عمومي ناسته تر سره کړې او د رايګرۍ له لارې يې د دغې غونډې د ټاکنو د چارو مسوده او د رايګرۍ د څار مسئول او غړو نوملړ تصويب کړي او د چين دولت رئيس، د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس، د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مشر، مرستيال او سرمنشي او د چين مرستيال دولت رئيس ټاکلي دي.