شي جين پينګ د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس په توګه وټاکل شو
CMG2023/03/10 14:27:44
شريکول:

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ کلنۍ غونډې د مارچ د لسمې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې درېيمه عمومي ناسته تر سره کړې ده.

شي جين پينګ د دې ناستې د ټولو ګډونوالو رایې خپلې کړي او د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس په توګه ټاکل شوی دی.