سوریه: یواړخیز بندیزونه اقتصادي ترهګري ده
CMG2023/03/10 14:53:38
شريکول:

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسين امير عبداللهیان د مارچ په ۹مې نېټې د سوریې پلازمېنې دمشق ته په سفر تللی او له خپل سوریايي سیال فیصل مېکداد سره يې کتلي دي.

دواړو وزیرانو تر کتنې وروسته خبري ناسته ترسره کړې ده. 

عبداللهیان يادې خبري ناستې کې د ترکیې او سوریې په سرحدي سيمو کې پر سختې زلزلې، چې لسګونو زرو خلکو ته يې مرګژوبله واړوله، خواشيني څرګنده کړه او په وينا یې، ايران به له سوریې سره دوامدارې مرستې وکړي.

عبداللهيان په سيمې کې د سوریې د خدمتونو د اعادې هرکلی کړی دی. 

نوموړي ویلي، چې هېواد يې په سوریې کې د اسرائيلي ځواکونو دښمنانه کړنې څاري او غندي يې او په خبره يې، د اسرائیل کړنې د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دي.

عبداللهيان زياته کړې، نړیواله ټولنه باید د سوریې عرضي تماميت او یووالي ته درناوی وکړي او په دغه هېواد کې د نورو هېوادونو د پوځونو ناقانونه میشتېدل باید پای ته ورسېږي.

نوموړي خبرې اترې او مشورې په منځني ختیځ کې د بحران او شخړو د حل یوازينۍ لاره بللې ده.

عبداللهيان د سوریې مسئلې په اړه د هغه څلور اړخیز ډیالوګ هرکلی کړی، چې ټاکل شوې، ډېر ژر به په مسکو کې ترسره شي.

 د سوريې خارجه وزير فیصل مېکداد څرګنده کړې، چې غيرې قانوني يواړخيزو بنديزونو سوريه سخته ځپلې او لا یې هم تجربه کوي او دا ډول اقتصادي بنديزونه يې جرمونه بللي دي.

د نوموړي په وينا، پر سوريې، روسيې او ايران د لوېديځو هېوادونو بنديزونه پر بشريت تېری کوونکي او يو ډول اقتصادي ترهګري ده.

(هیله)