ايران او سعودي عربستان پر دې موافقه کړې، چې خپلمنځي ډيپلوماتیکې اړيکې اعاده کړي
CMG2023/03/11 14:39:25
شريکول:

د مارچ په لسمه نېټه نړيوالو هغه ښه زيری تر لاسه کړ، چې تر څو ورځنيو خبرو اترو وروسته چين، سعودي عربستان او ايران درې اړخيزه ګډه اعلاميه خپره کړه، چې له مخې به يې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ ډيپلوماتيکې اړيکې بيا پيل شي.

د  سعودي عربستان او ايران له خوا د لاسليک شوي تړون له مخې به دواړه هېوادونه په راتلونکو دوو مياشتو کې خپل سفارتونه او د استازو دفترونه بيا پرانيزي. دواړو خواوو پر دې ټينګار کړی، چې د بېلا بېلو هېوادونو حاکميت ته درناوی لري او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي، د دې ترڅنګ دوی پر دې موافقه کړې، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو ترمنځ ملاقات  به تر سره شي، يو بل  ته به سفيران وليږي او د خپلمنځي دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا په باب به بحثونه وکړي. سربېره پردې دواړه هېوادونه به په ۲۰۰۱ او ۱۹۹۸ کالونو کې لاسليک شوي همکاريز تړونونه بيا پلی کړي.

نو ولی هغوی په بېجينګ کې ياده اعلاميه خپره  کړه؟

چين نه يوازې له سعودي عربستان سره، بلکې له ايران سره هم ښې اړیکې ساتي. په ورته وخت کې چين په منځني ختيځ کې خپلې ځانګړې ګټې نه لټوي او تل يې د يادو دوو هېوادونو ترمنځ د سوله يیزو خبرو اترو د پرمخبېولو لپاره هڅې کړې دي.

دا د پاملرنې وړ خبره ده، چې تېر کال د چين د دولت رئيس شي جين بينګ له سعودي عربستان څخه لیدنه وکړه او د ايران ولسمشر هم څه موده دمخه بېجينګ ته سفر کړی  ؤ.

د دغې ګډې اعلامیې له مخې، په بېجينګ کې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ خبرې اترې د دواړو هېوادونو ترمنځ له دوستانه اړيکو د چين د ملاتړ يو مثبت اقدام بلل کېږي.

له دې وړاندې د چين مشر سعودي عربستان او ايران ته وړانديز کړی، چې دوی دې خپلمنځي دوستانه اړيکو ته پرمختګ ورکړي، دواړو هېوادونو د همدې وړانديز له مخې د ډيالوګ لپاره بېجينګ ته خپل لوړ پوړي پلاوي لېږلي دي.

د سعودي عربستان او ايران ترمنځ خبرې اترې د مارچ له شپږمې څخه تر لسمې نېټې پورې دوام درلود. چين، سعودي عربستان او ايران په دې اعلاميې کې ويلي، چې درېواړه هېوادونه غواړي د نړيوالې او سيمه ییزې سولې او امنيت د پياوړتيا لپاره هر ډول هڅې وکړي.

له دغه زيري څخه درې ټکي ښکاريږي:

لومړی، د سعودي عربستان او ايران ترمنځ اړيکې په منځني ختيځ کې تر ټولو سخته مسئله بلل کيږي، د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د عادي کېدو په برخه کې د امريکا هڅه ناکامه شوه، خو چين دغه مسئله حل کړې ده. له يوې خوا ورڅخه د چين ډيپلوماتيک هنر او مهارت څرګنديږي او له بلې خوا دا هم ښکاري، چې د متقابل درناوي پر بنسټ د خبرو اترو له لارې د سختې ستونزې د حل لار پيدا کېږي.

دوهم، د منځني ختيځ په سياسي جوړښت کې بدلونونه راغلي دي. چين هم د دې سيمې د هېوادونو لپاره د باور وړ دوست او هم په نړۍ کې اغېز لرونکی هېواد دی. د ايران او سعودي عربستان ترمنځ جوړجاړی به خامخا د سوريې د ثبات د ساتلو، په عراق کې د سولې د رامنځته کېدو او د يمن مسئلې د حل وفصل لپاره ګټور وي، نو د منځني ختيځ په اړه د ډېرو نورو مسئلو د حل په برخه کې به مثبت بدلونونه راشي. شک نه شته، چې چین د دغو مسئلو د حل وفصل لپاره ښه رول لوبوي او د باور وړ او اغېز لرونکی هېواد هم دی.

درېیم، په اوسنۍ نړۍ کې ځينو هېوادونو په شخړو کې پر اور تيل شیندلي او ځينو نورو يې د سوله ييزو خبرو اترو د پرمخبېولو لپاره هڅې کړې او کوي يې. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو د کميسيون مسؤل وانګ يي ويلي، چې په بېجينګ کې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ دغه خبرې اترې د چين د مشر له خوا د نړيوال امنيتي وړانديز د پلي کولو لپاره يوه ښه بېلګه ده. چين د يو باور وړ او مهربانه منځګړيتوب کوونکي په توګه خپله دنده تر سره کړې او هم به د بېلا بېلو هېوادونو له غوښتنې سره سم د اوسنيو نړيوالو تودو مسئلو د حل وفصل لپاره رغنده رول ولوبوي. اټکل کولی شو، چې په راتلونکې کې به لازیاتې نړيوالې مسئلې د چين په منځګړيتوب او هڅو حل شي.