د نړۍ یو شمېر مشرانو شي جین پېنګ ته د مبارکۍ پیغامونه استولي
CMG2023/03/11 10:27:16
شريکول:

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوټين د مارچ په ۱۰مه نېټه د چين د ولسي جمهوريت د دولت د رئيس په توګه د شي جين پينګ د ټاکل کېدو په پار هغه ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

پوټين په خپل پيغام کې ويلي، روسیه د دواړو هېوادونو د هر اړخيزو، ستراتيژيکو او دوستانه اړيکو په پرمختګ کې ستاسو د خدمتونو لوړه ارزونه کوي. يقين دی، چې زموږ تر ګډو هلو ځلو لاندې به په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا زياتې لاسته راوړنې  ولري.

همدا راز د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولت شورا د کميسيون مشر کيم جونګ اون، د لاوس د خلکو انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس تونګلون سيسوليڅ هم شي جين پينګ ته د مبارکي پيغامونه  رالېږلي دي.