وانګ يي د سعودي او ايران ترمنځ د اړيکو د بيا پیلولو د پرېکړې هرکلی وکړ
CMG2023/03/11 09:35:31
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند  د بهرنيو چارو مرکزي کمېټې رئیس وانګ يي د مارچ په لسمه نېټه د سعودي او ايران ترمنځ د اړيکو د بيا  پیلولو د پرېکړې هرکلی وکړ.

نوموړي دغه پرېکړه د خبرو او سولې بريا وبلله او ويې ويل، چې دغې پرېکړې کړکېچنې نړۍ ته  یو لوی او ښه زېری رسولی او څرګند پيغام يې خپور کړی دی.

له دې وړاندې وانګ يي په بېجينګ کې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د پنځو ورځنيو خبرو مشري وکړه.

سعودي عربستان او ايران په دغو خبرو کې موافقه وکړه، چې خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې به بيا پيل کړي او په دوو مياشتو کې به يو بل ته خپل سفارتونه پرانيزي او ډيپلوماتيک پلاوي به وليږي.