د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د مارچ په لسمه د سوريې بحران د ۱۲ مې کليزې په مناسبت يوه اعلاميه خپره کړه او پکې يې وويل، د مارچ يوولسمه نېټه به د سوريې بحران ۱۲ مه کليزه وي او سږکال سوريايان د زلزلې له امله هم زيانمن شوي او بشري مرستو ته تر بل هر وخت زیاتې اړتياوې لري.
نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه له سوريې سره د زياتو بشري مرستو غوښتنه وکړه، څو د شخړې او زلزلې له امله د ټولو زيانمنو سوريايانو اړتياوې پوره شي.