د امريکا د سيلکون والي بانک د ونډو بيه راټيټه شوې او د بانک دېوالیه کېدل يې اعلان کړ
CMG2023/03/12 12:39:12
شريکول:

د امريکا د کاليفورنيا د پولي ساتنې او نوښت ادارې د مارچ په لسمه نېټه د سيلکون والي بانک بند کړی چې لامل يې له شتمنيو څخه د دوی د پورونو ډېرېدل دي.

دغه بانک په ۱۹۸۳ کال کې جوړ شوی و چې په ټولې امريکا کې ۱۶ م لوی بانک بلل کيږي. د فرانسې د اې اف پي خبري اژانس خبر ورکړی چې د ۲۰۲۲ کال تر پايه پورې د دغه بانک عمومی شتمنۍ شاوخوا ۲۰۹ مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيدلی او زيرمه يې شاوخوا ۱۷۵ ميليارډه او څلور سوه مليونه امريکايي ډالره وه.

د شنونکو په اند د دې بانک بندېدل د امريکا د زيرمې د فدرالي کمیټې له خوا د سود د زياتولو منفي اغيزه او د امريکا د حکومت د پولي اداري تګلارې ناکامي ثابتوي. شنونکو هم دې ته په اشارې سره ویلي چې د دغه بانک افلاس نه یوازې د امریکا په پولي ټولنه کې د ويرې سبب شوی بلکې ښايي پر نړيوال پولي سيستم منفي اغيزه وکړي.