«د نورد سټریم نللیکه د امریکا استخاباتو تخریب کړې ده»
CMG2023/03/12 13:03:38
شريکول:

د امريکا مشهور تحقیقاتي ژورناليست سيمور هيرش د روان کال د فبرورۍ په لومړۍ لسيمه کې د خپل  تحقیق نتيجه خپره کړې او افشا کړې يې ده چې نورډ سټريم نلليکه د امريکې استخباراتي ادارې او ځواکونو په پټه تخريب کړې ده.  خو د امريکې نيويارک ټايمز او د بريتانيې ټايمز ورځپاڼو او يو شمېر جرمني خبري رسنيو د روانې مارچ میاشتې په اوومه نېټه په ګډه خبر ورکړی او ادعا يې کړې، چې دغه نلليکه يوې اوکراين پلوي ډلې تخريب کړې ده.

ژورناليست سيمورهيرش په دې وروستيو ورځو کې سي جي ټي ان ته وويل، لوېديځو خبري رسنيو ځکه نوی خبر جوړ او خپور کړی، چې هغوی غواړي د خلکو پام له حقیقت څخه بلې خواته واړوي.

ده ویلي: اوکراين د نورډ سټريم نلليکې د تخريب توان نه لري.

سيمور هيرش سي جي ټي اېن ته د خپلې پلټنې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د ملي امنيت په چارو کې د امريکا د ولسمشر مرستيال سليون د سپينې ماڼۍ په پوه پټه خونه کې د څو غونډو مشري وکړه او د غونډو له ګډون کوونکو څخه يې د نورډ سټريم پروژې د حل دوه پلانونه وپوښتل، چې يو يې پر روسيې د زياتو بنديزونو د لګولو په تړاو او بل يې د دې پروژې د بمبارولو په اړه دی. هيرش وويل، وروستۍ نتيجه ښيي، چې هغوی په اخر کې د نورډ سټريم تخريبول غواړي.