ترکيې له ټاکلي وخت نه مخکې د ولسمشرۍ ټاکنې د تر سره کېدو اړونده پروسه پيل کړې
CMG2023/03/12 12:41:07
شريکول:

ترکيې د مارچ په يوولسمه نېټه په رسمي توګه له ټاکلي وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنې د تر سره کېدو اړونده پروسه پيل کړې ده. له دې مخکې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه فرمان په لاسليکولو سره اعلان کړی چې د مې په ۱۴مه نېټه په دې هېواد کې د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکنې تر سره شي.

اوردوغان د مارچ په لسمه نېټه د فرمان تر لاسليکولو وروسته په يوه وينا کې ويلي: ما زمونږ د اساسي قانون د۱۱۶ مې مادې له مخې پرېکړه کړې چې د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکنې د می په څوارلسمه نېټه تر سره شي.

د یادونې ده چې ټاکل شوې وه دا ټاکنې د جون په ۱۸مه نېټه تر سره شي.

د ترکيې اړوندې ادارې د مارچ په ۱۱مه نېټه د ټاکنو وخت د بدلولو اړونده پروسه پيل کړې او د ټاکنو لوړ پوړي کميسيون به یې د ټاکنو د اجنډا تر ټاکلو وروسته خلکو ته مشخصه اجنډا وړاندې کړې ده.