د چین د څلورلسم ملي ولسي کانګرس د استازو ۲۷۱ لایحې او څه باندې ۸۰۰۰ وړانديزونه ترلاسه کړي
CMG2023/03/12 13:27:16
شريکول:

د چين د څلورلسم ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې دارالانشاء خبر ورکړ، چې د مارچ د ۷ مې نېټې تر ۱۲ بجو پورې د ملي ولسي کانګرېس استازو دارالانشاء ته ۲۷۱ لايحې او څه باندې ۸۰۰۰ وړانديزونه سپارلي دي.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې چارواکي فو ون جيه وايي، دغه لايحې او وړانديزونه له اوږدمهالو او ډېرو پلټنو وروسته شوې او د خلکو اوازونه او نظرونه منعکسوي. له دغو لايحو او وړانديزونو څخه ښکاري چې د چين د ملي ولسي کانګرس استازي د هېواد د نوښت سيستم، اقتصادي او ډيجټلي پرمختګ، د کرنې د عصري کېدو بهیر او چاپيريال ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي.

د معلوماتو له مخې، د څلورلسم ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې له پای وروسته به د دغه کانګرس اړوندې ځانګړې کمېټې يادې لايحې او وړانديزونه وجاجوي او نتيجه به يې د کانګرس دايمي کمېټې ته وړاندې کړي.