افغان سياسي کار پوه: واضح خبره ده هر ملت هغه مشر ته واک سپاري چې خلکو ته خدمت کوي
CMG2023/03/12 14:04:02
شريکول:

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډې د مارچ د لسمې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې درېيمه عمومي غونډه تر سره کړه. شي جين پينګ په دغه غونډه کې د ټولو رايو په تر لاسه کولو سره د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس په توګه ټاکل شوی دی او په دې سره شي جين پينګ يو ځل بيا د هېواد د مشر په توګه غوره شوی او ثابته شوه چې هغه د خلکو ملاتړ لري او د خلکو له ملاتړپرته دا کار نه کېږي.

د افغانستان سياسي پوه شفيق اميرزي څو ځلې چين ته سفر کړی او د چين د پرمختګ لپاره د شي جين پينګ په مشرۍ د حکومت د کارونو ستاینه کوي. هغه د چين مډيا ګروپ د پښتو څانګې له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل: زما په نظر چین په وروستیو کې چټک پرمختګ کړی دی او لامل یې هم د دغه هېواد رهبري او اقتصادي‌ لیدلوری دی. زه چې څومره د چین په اړه معلومات لرم د دغه هېواد اوسنۍ اقتصادي پالیسي ټوله د دغه هېواد د مشر شي جین پینګ د تګلارې په اساس مخ ته روانه ده چې تر ډېره دغه هېواد ته ګټوره تمامه شوې ده. نو له همدې امله د دغه هېواد خلکو نوموړی بیا د چین د رهبر په توګه ټاکلی دی.

ده زیاته کړه، واضح خبره ده هر ملت هغه مشر ته واک سپاري چې دوی ته خدمت وکړي.

نوموړي وویل، شي جین پینګ د خپل واک په موده کې د چین خلکو ته خدمت کړی دی،‌ دوی یې په اقتصادي‌ لحاظ قوي کړي دي‌ او له نړۍ سره یې ښې اړیکې پاللې دي چې دې هر څه د چین پر اقتصاد مثبت اغېز کړی دی او چینايي وګړي پر خپل رهبر ښه باور لري. دا باور په دې کې ښکارېږي‌ چې شي جین پینګ خپلو چارو ته ادامه ورکوي‌ او شک نشته چې‌ پلانونه به یې د دغه هېواد لپاره مثبت تمام شي.

د خلکو د نيکمرغه ژوند او د هېواد هراړخيز پرمختګ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مهم اهداف او موخې دي. د هېواد د مشر په توګه د ده په ماموريت کې چين ستر پرمختګونه موندلي او د نړۍ د پام وړ پاتې شوي دي. هر تن چې چین له نږدې لیدلی نو د دغه هېواد د پرمختګ په اړه به ژورې خاطرې لري. ښاغلي شفيق اميرزي وويل: ما چین ته یو علمي سفر درلود. د چین په پوهنتونونو او اقتصادي مرکزونو کې ګرځېدلی یم. دغه هېواد چټک اقتصادي پرمختګ کړی او خلک یې ورځ تر بلې په اقتصادي‌ لحاظ وده کوي.

ده زیاته کړه: زه د چین د حکومت اقتصادي‌ پالیسي‌ او د شي‌ جین پینګ د حکومت اقتصادي تګلارې مثبتې ارزوم او په دې باور یم چې که همداسې دوام کوي نو چین به په نړیواله کچه په یو ستر اقتصادي ځواک بدل شي.

شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په ترڅ کې د چيني شکله عصري کېدو بهير تيوري وړاندې کړ. چیني شکله عصري کېدل د ټولو خلکو د ګډ شتمن کېدو بهیر بللی او پر دې لارې به خلک نه یوازې کافي توکو ته لاسرسی پيدا کړي، بلکې معنوي شتمنۍ به هم ولري. په دې اړه ښاغلی شفيق اميرزی دا نظر لري، چې د چيني شکله عصري کېدو بهير به ټولې نړۍ ته ګټې ورسوي. هغه وويل: دا واضح خبره ده چې نن سبا نړۍ د یوه کلي او یوه ښار حیثیت لري. د دې ښار چې هره برخه پرمختګ او اقتصادي‌ وده کوي نورو برخو او خلکو ته يې هم ګټه رسېږي او زه په دې باور یم چې د چین پرمختګ به د سیمې پر اقتصادي وضعیت مهم مثبت تاثیر ولري. په نړیواله کچه هم د اقتصادي ودې لپاره د چین له تګلارو استفاده کول مهم دي او د دغه هېواد د رهبرۍ له تجربې باید په نړیواله کچه استفاده وشي او د افغانستان په څېر هېوادونه هم باید د خپلو اقتصادي پرمختګونو لپاره د چین له تجربو ګټه واخلي.

د شي جين پينګ حکومت د ډيپلوماتيکو چارو په ترڅ کې پر سوله ايز پرمختګ ټينګار کوي، غواړي له نړيوالې ټولنې سره د ګډو ګټو پر بنسټ، ګډ پرمختګ ومومي، د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره خدمت وکړي. په دې هکله ښاغلي شفيق اميرزي وويل: زما په نظر نړۍ اوسمهاله سوله ییز پرمختګ ته اړتیا لري. نو راتلونکې د هغه هېواد ده چې هغه غواړي له نړیوالو سره په سوله ییزه توګه ستونزې حل کړي‌ او د سوله ییز پرمختګ پلان ولري. زموږ د هېواد افغانستان په څېر هېوادونه بیا دې ته ډېره اړتیا لري چې نور هېوادونه یې په سوله ییزه توګه مرسته وکړي او د سوله ییزو تګلارو په مرسته ورسره دوه اړخیزې سالمې اقتصادي اړیکې وپالي. څومره چې په نړۍ کې د اقتصادي ګټو خبره سوله ییزه کېږي، په هماغه کچه د بشریت په ګټه ده. ځکه نن سبا له اقتصادي اړیکو او همکاریو پرته په نړۍ کې پیاوړي پاتې کېدل ګران دي. له همدې امله هېوادونو ته په کار ده چې سوله ییزه اقتصادي پالیسي‌ ولري. د یو بل ګټو ته درناوی وکړي او له یو بل سره یې اړیکې پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې وي. چین دم‌ګړی همداسې یوه تګلاره لري چې ورسره یې هم خپل اقتصاد وده کړې ده او هم یې د ګڼو نورو هېوادونو اقتصاد ته ګټې رسولې دي.