بېجينګ: د سعودي او ايران موافقې د سيمې د هېوادونو ترمنځ د شته تضادونو د حل بېلګه جوړه کړه
CMG2023/03/12 12:43:50
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۱۱ مه نېټه په بېجينګ کې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د وروستیو خبرو او موافقې په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ماو نينګ وويل، چين، سعودي عربستان او ايران موافقه وکړه او ګډه اعلاميه يې خپره کړه. سعودي او ايران هوکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو د منشور مراعات به وکړي، له خبرو او ډيپلوماتيکو لارو چارو به خپلمنځي تضادونه حل کړي، د نورو هېوادونو ملي حاکميت ته به درناوی وکړي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې به لاسوهنه ونه کړي. همداراز دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې او په بېلابېلو برخو کې به خپلمنځي همکارۍ بېرته پيل کړي. درېواړو هېوادونو موافقه وکړه چې په ټول توان به په نړۍ کې سوله او امنيت تامین او خوندي کړي.

وياندې ماو نينګ وويل، د بېلابېلو غاړو د ګډو هڅو په نتيجه کې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ خبرې ترسره شوې او دا یوه لویه بریا ده.

 دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو د بېرته پيلولو لپاره نقشه او مهالوېش ټاکلی او په دې سره يې د خپلمنځي راتلونکو همکاريو لپاره ټينګ بنسټ جوړ کړی او د خپلمنځي اړيکو نوې پاڼه يې اړولې ده.

ماو نينګ زياته کړه، د سعودي عربستان او ايران دغې موافقې د سيمې د هېوادونو ترمنځ د شته تضادونو د حل او د ښه ګاونډيتوب د ټينګېدو لپاره ډېره ښه بېلګه جوړه کړې ده او له بهرنيو مداخلو څخه د سيمې د هېوادونو په ساتلو او په خپله د خپل سرنوشت په ټاکلو کې به مرسته وکوي.

ماو نينګ وويل، چين په منځني ختيځ کې خپلې ګټې نه لټوي او غواړي چې د دې سيمې د امنيت، ټېکاو، پرمختګ، سمسورتيا او يووالي لپاره کار وکړي.