د نړۍ ۲۰۰ سياستوالو او کارپوهانو د واکسینونو له غېرعادلانه وېش سره مخالفت ښودلی
CMG2023/03/13 11:09:27
شريکول:

د نړۍ کابو ۲۰۰ سياستوالو او کارپوهانو د مارچ په ۱۱مې نېټې يو پرانيستی پيغام خپور کړی او پکې يې له بېلا بېلو هيوادونو غوښتي، چې خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي او د واکسین غیر عادلانه ویش ته د پای ټکی کيږدي.

دغه پرانیستی پيغام د نوبل اقتصادي جايزې ګټونکي جوسيف يوجين سټګلیس، د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي بان کي مون، د اقتصادي همکاريو او پرمختګ سازمان د پخواني سرمنشي جوس انګيل ګوريا په ګډون د نړۍ شاوخوا ۲۰۰ سیاستوالو اوکارپوهانو لاسلیک کړی دی.

دغه پرانستی پيغام د نېچر ميډيسين(nature medicine)مجلې له خوا هم خپور شوی دی.

نېچر ميډيسين مجلې ويلي، چې په ۲۰۲۱م کال کې په نړۍ کې د کرونا واکسين د غیر عادلانه ویش له امله په هرو ۲۴ ثانیو کې د مخنیوي وړ يو ناروغ مړ شوی دی. که په نړۍ کې ټولو هېوادونو ته واکسينونه په مساوي ډول ويشل شوي وای، نو په ۲۰۲۱م کال کې به لږ تر لږه پر کرونا وبا د اخته ۱،۳ميلیونو کسانو ژوند ژغورل شوی و.