روسيه: ځواکونو يې په اوکراين کې ځينې هدفونه په نښه کړي
CMG2023/03/13 09:57:07
شريکول:

د روسيې دفاع وزارت د مارچ په ۱۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې د اوکراين په کوپيانسک، کراسني ليمان او زاپورژيا او ځينو نورو سيمو کې د اوکرايني ځواکونو  پر پوځي تجهيزاتو بريدونه کړي دي.

اعلاميه وايي، د روسيې پوځ د اوکراين څو توغندي په هوا کې پوچ کړي او د اوکراين پر څو څارګرو ډلو يې هم بريدونه کړي دي.

بلخوا، د اوکراين رسنيو خبر ورکړی، چې اوکرايني ځواکونو په باخموت کې روسي  ځواکونه په شا تمبولي او د دوی د وسلو او تجهيزاتو پر ګودامونو يې بريدونه کړي دي.