د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو اړيکو وياند هو جاو مينګ د مارچ په ۱۳ مې نېټې خبر ورکړ، چې د چين د کمونېست ګوند او نړيوالو سياسي ګوندونو لوړپوړی ډيالوګ به د بېجینګ په وخت د مارچ په ۱۵ مې نېټې په انلاين ډول ترسره شي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ به د دغه ډيالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي.
د نوموړي په وينا، دغه ډيالوګ “د عصري کېدو لار او د سياسي ګوندونو مسئوليت ” په سرليک ترسره کيږي او د یو شمېر هېوادونو سياسي ګوندونه او د سياسي سازمانونو مشران به پکې ګډون ولري.