د چين نوي صدراعظم خبري رسنيو ته د حکومت د کاري هدفونو په اړه معلومات ورکړل
CMG2023/03/13 15:17:56
شريکول:

د چين نوي صدراعظم لي چيانګ د مارچ په ۱۳ مې نېټې خپلې لومړۍ خبري ناستې کې ويلي، چې حکومت به يې د کمونېست ګوند د مرکزي کمېتې پلانونه او سپارښتنې عملي کړي.

نوموړي ويلي، چې د چين د نوي حکومت عمده کارونه به په درېيو برخو وڅرخېږي. لومړی برخه يې دا یاده کړې، چې د چين نوی حکومت به د خلکو په استوګنې، ګمارنې،عايداتو، ښوونې، طب، ايکولوژيکي چاپيريال او نورو برخو کې، چې د خلکو په ژوند پورې نږدې تړاو لري، ښه والی راولي.

 دويمه برخه یې باکیفیته اقتصادي وده ياده کړې او په وينا یې، د چين نوی حکومت به باکيفيته اقتصادي وده وهڅوي.

 نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، چې هېواد يې که څه هم ډېر اقتصادي پرمختګونه کړي او اقتصاد يې په نړۍ کې دوهم ځای نيولی، خو د ځينو برخو او سيمو پرمختګ يې لاهم پياوړی او کافي نه دی. دده په خبره، نوی حکومت به د پرمختګ کيفيت د لوړولو لپاره هڅې وکړي ، د ساينس د نوښت وړتياوې به لوړې او عصري صنعتي سيسټم به جوړ کړي او د چاپېريال د ساتلو په موخه به د پرمختګ لارې چارې اصلاح کړي.

لي چيانګ د چين د نوي حکومت درېیم لوی کار اصلاحات او ورخلاصون ياد کړي او په وينا یې، نوی حکومت به د اصلاحاتو او ورخلاصون په ژورتيا ټينګار ولري.