د چين صدراعظم: مونږ پر خپل اقتصادي راتلونکې باور لرو
CMG2023/03/13 15:25:43
شريکول:

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه د مارچ په ۱۳مې نېټې پای ته ورسېده.

د چین صدراعظم لي چيانګ د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي او د چين پر راتلونکي اقتصاد يې پوره باور ښودلی دی.

نړيوال اوسني اقتصادي حالت ته خوشبين نه دي، ځکه ډېر ناڅرګند او بې ثباته عوامل پکې شتون لري.

لي چيانګ دا د بېلا بېلو هيوادونو پر وړاندې لويه ستونزه او ننګونه بللې، چې څنګه کولی شي، ثابت اقتصادي پرمختګ وساتي. د نوموړي په وينا، چين په ډېرې ځېرکتيا په روان کال کې پنځه سلنه اقتصادي پرمختيايي موخه ټاکلې ده او په خبره یې، که چين دغه موخه پوره کړي، نو د عمومي تګلارې د غوره کولو، د اړتیاوو د زياتوالي، د نوښت او اصلاحاتو او د ننګونو د مخنيوي له لارې به خپلې هڅې ډېرې کړي.