شي جين پينګ: چين به د لوړې کچې ورخلاصون ته دوام ورکړي
CMG2023/03/13 11:13:18
شريکول:

د چين د نوې دورې ملي واکمن ارګان يعنې د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ کلنۍ غونډه د مارچ په ۱۳مې نېټې په بېجينګ کې پای ته ورسېده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يادې کلنۍ غونډې د پای مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې چين به په خپل پرمختګ نړۍ ته ګټې ورسوي او پرمختګ يې هم له نړۍ پرته نشي ترلاسه کېدای.

نوموړي ويلي، چين به د لوړې کچې ورخلاصون ته دوام ورکړي، نه يوازې د نړيوال بازار او سرچېنو څخه به ګټې واخلي، بلکې د ټولې نړۍ ګډ پرمختګ به هم پرمخ بوزي.

نوموړي زياته کړې، چې چين بايد د سوله ييز پرمختګ، ګډو ګټو او همکاريو بيرغ اوچت ونیسي، تل باید د تاريخ پر سم لوري ګامونه واخلي، پر رښتيني څواړخيزم باید ټينګار ولري، د ټولو انسانانو ګډ ارزښتونه باید وساتي، د نړيوال اداري سيسټم په اصلاحاتو او ابادۍ کې باید مثبته برخه واخلي،  پرانيستي نړيوال اقتصاد ته باید پرمختګ ورکړي او د نړيوال پرمختګ وړانديز او د نړيوال امنيت وړانديز باید پلي کړي.