د هالنډ د امستیردام ورېج پوهنتون د نړیوالو اړیکو پوهنځي استاد پروفیسور هنک اوفبیک له چین میډیا ګروپ سره په مرکې کې ویلي، چې واشینګټن د نورډ سټریم پر نلليکې شوې چاودنې کې لاس لري او یوازې واشنګټن په داسې ځای کې چاودنه ترسره کولی شي.
نوموړي ویلي، د نورډ سټریم چاودنې تر رامنځته کېدو وروسته، شک دا و، چې ښايي روسیې دغه چاودنه ترسره کړې وي، خو دغه چاره د روسیې د ملي ګټو په زيان ده، نو لاس لرل يې پکې ناشونی دي.
د پروفیسور هنک اوفبیک په وينا، جرمني هم د نورډ سټريم پروژې څخه ډېرې ګټې اخلي، خو د واشنګټن حالات یې بیا بېل او په يادې چاودنې کې يې ښکېل بللی دی.
نوموړي په خپلو خبرو کې د پوښتنې په شکل ويلي، که امريکا ياده چاودنه نه وي ترسره کړې، نو نړۍ کې ښايي همدا یوازینی هېواد وي، چې د داسې چارو په اړه پوره استخباراتي مالومات ولري، چې چا دغه چاره ترسره کړې او امريکايي چارواکي تراوسه ولې چوپه خوله دي.؟
د امريکې ولسمشر جوبایډن څه موده مخکې خبري رسنيو ته ويلي، چې هغه به د نورډ سټريم پروژې بیا پېل ته اجازه ور نه کړي.
پروفیسور هنک اوفبیک د خپلو خبرو پر مهال د جوبايډن خبرو ته هم اشاره کړې او په وينا يې، حقیقت څرګند دی، چې واشنګټن د نورډ سټريم چاودنې څخه ډېره ګټه تر لاسه کوي او د جرمني او هالنډ په شمول، ډېری اروپايي هيوادونه له امريکې څخه طبیعي ګاز واردوي.
نوموړي زیاته کړې، چې نښې نښانې د دې ښکارندويي کوي، چې امريکا د نورډ سټريم په چاودنې کې لاس لري.
(هیله)