په چين کې د ځنګلونو مساحت ۲۳۱ ميليونو هکتارو ته رسېدلی
CMG2023/03/13 09:48:23
شريکول:

د مارچ ۱۲مه په چين کې د نيالګي کېنولو له ۴۵مې ملي ورځې سره برابره وه.

د چين د زرغونتيا ملي کمېټې په همدې ورځ د ۲۰۲۲م کال د ونو او بوټو د زرغونېدو وضعيت په اړه راپور خپور کړی، چې له مخې يې په دغه هېواد کې ۲۴،۰۲ سلنه ځمکه په ځنګلونو پوښل شوې او عمومي مساحت يې ۲۳۱ ميليونو هکتاره ښودل شوی دی.

راپور وايي، په چين کې د ورشوګانو مساحت ۲۶۵ ميليونو هکتارو ته رسېدلی او د دغه هېواد ۵۰.۳۲ سلنه ځمکه پرې پوښل شوې ده.