د شن جو ۱۵م نمبر فضايي بېړۍ ستورمزلي به په جون کې ځمکنۍ کرې ته ستانه شي
CMG2023/03/13 10:01:26
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي‌ چارو دفتر د مارچ په ۱۲مې نېټې خبر ورکړی، چې د شن جو ۱۵م نمبر فضايي بېړۍ ستورمزلي به په راتلونکي جون کې ځمکې ته ستانه شي.

ياد دفتر ويلي، چې ستورمزلو يې د چين د فضايي سټېشن په مدار کې بريالۍ چارې ترسره کړي او د دوی د روغتيا ډاډ يې ورکړی دی.

چين پلان لري، چې ۲۰۲۳م کال کې د تيان جو ۶م نمبر بار وړونکې فضايي بېړۍ او د شن جو ۱۶م او ۱۷م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ فضا ته وتوغوي او دا به یې د چين د فضايي‌ سټېشن د ابادۍ له بشپړولو وروسته لومړۍ فضايي دنده وي.

تر اوسه پورې د تيان جو ۶م نمبر بار وړونکې فضايي‌ بېړۍ له فابرېکې څخه د ون چانګ توغولو ډګر ته انتقال شوی او پلان يې دا دی، چې د سږکال په مې مياشت کې وتوغول شي.

دغه راز د شن جو ۱۶م او ۱۷م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ ستورمزلي ټاکل شوي او اوس په تمرين کې يې بوخت دي.