د چین د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ کلنۍ غونډه پای ته ورسېده
CMG2023/03/13 10:11:53
شريکول:

د چین د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د لومړۍ کلنۍ غونډې د پای مراسم د مارچ په ۱۳مې نېټې د سهار په ۹بجو د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د شي جین پينګ په شمول د چين د کمونېست ګوند او دولت لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و. 

د مالوماتو له مخې، د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ کلنۍ غونډې په همدې ورځ د رایګیرۍ له لارې د حکومت کاري راپور تصویب کړی دی.

 (هیله)