شي جين پينګ: چين به پر باکيفيته پرمختګ ټينګار ولري او خلکو ته به لومړيتوب ورکړي
CMG2023/03/13 11:21:48
شريکول:

د چين ملي واکمن ارګان يعنې د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس لومړۍ کلنۍ غونډه د مارچ په ۱۳مې نېټې په بېجينګ کې پای ته ورسېده.

 د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسیون مشر شي جين پينګ د يادې کلنۍ غونډې د پای مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې چین بايد د غښتلي هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بیا سمسورتيا په بهير کې پر باکيفيته پرمختګ ټينګار ولري،‌ خلکو ته دې لومړيتوب ورکړي، پرمختګ او امنيت دې وساتي، په يو هېواد کې د دوو نظامونو ميکانيزم دې ټينګ او د چيني ملت د يووالي لپاره دې هڅې وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه کړي.

نوموړي زياته کړې،‌ چې چين به د اقتصاد په کيفيت او اندازې کې زياتوالی راولي، اقتصادي‌، ټېکنالوژيکي او جامع توان به لوړ کړي، له ټولو سره به عصري برياليتوبونه شريک کړي او د ټولو خلکو د شتمنېدو لپاره به هلې ځلې او پرمختګ وکړي.