د امريکا د تحقيقاتو فيډرالي ادارې د مارچ په ۱۳مې نېټې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په ۲۰۲۱م کال کې په دغه هېواد کې د کرکې ۹۰۶۵جرمونه شوي، چې دغه رقم د ۲۰۲۰م کال د ورته شمېر (۸۱۲۰) په پرتله ۱۱.۶ سلنه زياتوالی ښيي.
معلومات ښیي، چې په امريکا کې د کرکې ۶۴.۵ سلنه جرمونه د توکمیز، قومي یا نژادي تعصب له امله، ۱۵.۹ سلنه يې د مجرمينو د جنسي تمایل او ۱۴.۱ سلنه يې د مجرمينو د مذهبي تعصب له امله رامنځته شوي دي.
د امريکا د تحقيقاتو فيډرالي اداره وايي، چې د کرکې جرم يو ډول جنایي جرم دی، چې د نسل، مذهب، جنسي تمايل او جنسيت د تعصب له امله رامنځته کيږي. (ژباړه: شکريه)