د چين د دوو مجلسونو کلنيو غونډو نړيوالو ته د پسرلي احساس ورکړی
CMG2023/03/14 12:02:56
شريکول:

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه د مارچ په ۱۳مې نېټې په بېجينګ کې پای ته ورسېده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د کانګرېس د پای مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې مونږ باید د ځواکمن هېواد د ابادۍ او بيارغونې په نوي سفر کې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړو، باکيفيته پرمختګ ته وده ورکړو، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره هڅې او د لوړې کچې ورخلاصون ته دې ټينګ دوام ورکړو.

بهرنيو رسنيو د چين د دوو غونډو په اړه بېلا بېل راپورونه ورکړي او باور يې ښودلی، چې د چين راتلونکو پلانونو نه يوازې خپلو خلکو ته، بلکې نړيوالو ته يې هم ګرم احساس ورکړی دی.

د چين اقتصاد د چټک پرمختګ له پړاو څخه د لوړ کيفيت د پرمختګ مرحلې ته داخل شوی دی.

په ۲۰۲۲م کې د چین لوړې ټیکنالوژۍ او لوړو ارزښت لرونکو محصولات د صادراتو د زیاتېدو نوي ټکي بدل شوي.

د چين د ۲۰۲۲م کال محصولاتو کې، د برېښنایی موټرو صادرات ۱۳۱.۸ سلنه زیاتوالی او د فوتوولټیک محصولاتو يې ۶۷.۸ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د مالوماتو له مخې، چين د نړۍ د دوهم ستر اقتصاد په توګه، په تېرو لسو کالونو کې د نړۍ په اقتصادي ودې کې په اوسط ډول له ۳۰ سلنې زياته خدمتي ونډه برابره کړې ده.

سږ کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د غوره کېدو له ۴۵مې کاليزې سره برابر دی.

د چين حکومت په سږني کاري راپور کې ويل شوي، چې دغه هېواد به د ټرانس پيسفيک شراکت د جامع او پرمختللي تړون (CPTPP)په شمول لوړو معیاري، اقتصادي او سوداګریز تړونونو کې فعال ګډون ولري او د پاليسيو خلاصون به لا پراخ کړي.

د ارجنټاین د بوینس آیرس پوهنتون د ارجنټاین او چین د څیړنیز مرکز غړي سانتیاګو بوسترو په دې اند دی، چې محافظت پالنه د نړیوال اقتصاد ناڅرګندتیا زیاتوي، خو چین هوډ ښودلی، چې د لوړې کچې پرانیستې ته دوام ورکړي او د متقابلو ګټورو اړیکو د جوړولو په هڅه کې دی او د ده په اند، د چين دغه چارې به هر هېواد ته د پرمختګ فرصتونه برابر کړي. (ژباړه: شکريه)