د ترکيې په سختې زلزلې کې تر ۴۸ زرو زیات کسان مړه شوي
CMG2023/03/14 15:26:04
شريکول:

د ترکيې د کورنيو چارو وزير سليمان سويلو د مارچ په ١٣مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په دغه هېواد کې د تېرې فبرورۍ د شپږمې نېټې د سختې زلزلې له امله د ۶۶۶۰ بهرنيانو په ګډون څه باندې 

۴۸۴۴۸ کسان مړه شوي دي.

ښاغلي سليمان په همدې ورځ د دغه هېواد په جنوب هاتای ښار کې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې په زلزله ځپلو سیمو کې يې د کنډوالو د کنډو کپرو د پاکولو چارې لا هم روانې دي او په سیمې کې يې د زلزله ځپلو لپاره تر ۴۳۰ زرو ډیرې کېږدۍ لګولې دي.

د تېرې فبرورۍ په شپږمې نېټې د ترکيې او سوریې سرحدي سیمې د ريکټر په کچه ۷.۷ درجه زلزلې ولړزولې او د ترکیې هاتای ولایت يې تر ټول سخت ځپلی دی.

له دغې زورورې زلزلې وروسته، په سیمې کې نورې کوچنۍ زلزلې هم وشوې او اوس يې هم کله کله ټکانونه احساسيږي او د خلکو د تلفاتو شمېر هم  مخ په ډېرېدو دی.

(ژباړه: شکريه)