د کوريا او امریکا ځواکونو پراخ پوځي تمرين پېل کړی
CMG2023/03/14 10:43:43
شريکول:

د کوريا جمهوريت(جنوبي کوريا) او امریکا ځواکونو د مارچ په ۱۳مې نېټې د ازادۍ ډ‌ال(Freedom Shield) په نوم ګډ پراخ پوځي تمرين پيل کړی، چې د روانې مياشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ولري.

د دواړو هېوادونو ځواکونه به د دغه تمرين پرمهال د ځمکنيو عملیاتو  روزنه ترسره کړي.

په کوريا جمهوريت کې خلکو د ياد پوځي تمرين ضد پراخ لاريونونه کړي دي.

د کوريا جمهوریت يو شمېر مدني ټولنو د روانې مياشتې په ۱۱مې نېټې د دغه هېواد  د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته لاريون کړی او د ډيالوګ او خبرو شعارونه يې ورکړي دي.

لاريونوالو له ځان سره ځيني بینرونه هم لېږدول او په زياترو یې (( پوځي تمرين بند کړئ او ډيالوګ بيا پېل کړئ)) او (( پراخ پوځي تمرين سوله نه شي راوستلی)) ليکل شوي وو.