امریکا کې دوه بانکونه تړل شوي او منفي اغېزې يې په پراخېدو دي
CMG2023/03/14 11:07:09
شريکول:

 

د امریکا سيليکون والي بانک (Silicon Valley Bank)  د مارچ په ۱۰مې نېټې د پولي کړکېچ له امله تړل شوی دی.

سیليکون والي بانک د ۲۰۰۸م کال له پولي‌ بحران راهيسې د امریکا په پرځېدلو بانکونو کې تر ټولو لوی بانک دی، چې د روانې مياشتې په ۱۰مې نېټې يې خپلې دروازې تړلې دي.

په امريکا کې د پولي سیسټماټيک خطر له امله، سيګنيچر بانک (Signature Bank) هم د روانې مياشتې په ۱۲مې نېټې خپلې دروازې تړلې دي.

د يادو بانکونو د غورځېدو له امله، په امريکا کې د مارچ په ۱۳مې نېټې د ونډو بازار کمزوری او بانکي چارې ټېټې او کمې روانې وې او په اروپا کې يې هم پر سهامي بازار اغېز ښندلی دی.

 د امریکا د ماليې وزيرې جانيټ يېلن د روانې مياشتې په ۱۲مې نېټې خبري رسنيو ته منلې،  چې  د سيليکون والي بانک پولي شتمنۍ د امريکا د فدرالي زېرمې کمېټې د سود د دوامدار زیاتوالي له امله کمې شوې دي او په پای کې يې سقوط کړی دی.