چين وېزې بیا پېل کړې
CMG2023/03/14 14:21:27
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د قونسلګرۍ چارو ادارې يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې د بېجينګ پر ځايي‌ وخت د ۲۰۲۳م کال د مارچ له ۱۵مې نېټې څخه چين ته د ويزې او د ننوتنې پاليسۍ کې اصلاحات راوستل شوي دي:

۱ـ هغه وېزې چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ له ۲۸مې نېټې مخکې صادرې شوي او لا د اعتبار موده ولري، د کارول کېدو وړ دي.

۲ـ په بهرنيو هېوادونو کې به د چين سفارتونو او قونسلګريو خلکو ته بیا وېزې پېل کړي.

۳ـ د چين په بېلا بېلو بندرونو کې به خلکو ته د وېزې ورکولو بهیر پېل شي.

۴ـ بهرنيان کولی شي، چې های نان ولايت ته پرته له وېزې او شانګهای ښار ته د بېړۍ له لارې پرته له وېزې سفرونه وکړي. په هانکانګ او مکاو کې ميشت بهرنيان کولی شي، چې ګوانګ دونګ ولايت ته له ويزې پرته ډله ييز سفر وکړي او د اسيان سيلانيزې ډلې کولی شي، چې د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې ګوي لين ښار ته له ويزې پرته سفر وکړي.