په چين کې بهرني ډيپلوماتان او د نړيوالو سازمانونو مشران چیني شکله عصري کېدو ته سترګې په لار دي
CMG2023/03/14 11:18:30
شريکول:

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه د مارچ په ١٣مه نېټه پای ته ورسېده.

په چين کې ميشتو بهرنيو ډيپلوماتانو او د نړيوالو سازمانونو مشرانو له خبري رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې د چيني شکله عصري کېدو لار د دغه هېواد له واقعيتونو سره سمون لري او خپل ځانګړتياوې لري. دوی هيله ښودلې، چې د چیني شکله عصري کېدو لار نه يوازې چينايانو ته، بلکې نړۍ ته هم ګټې ورسوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمنشي مرستيال سهيل خان باور ښودلی، چې د چين نوي مشران به نه يوازې د چينايانو په مشرۍ خپل پرمختګونه ومومي، بلکې د نورو ګاونډيو هېوادونو لپاره به هم د پرمختګ زمېنې برابرې کړي. نوموړي د چيني عصري کېدو بهير څارلی او ځانګړې پاملرنه يې ورته کړې ده او په وينا يې، چيني شکله عصري کيدل به د چين په بېلا بېلو برخو کې انکشافونه او پرمختګونه رامنځته کړي.

په چين کې د ميانمر سفير تين مانګ سوي هيله ښودلې، چې د چين پرمختګ د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم ټينګې او خلکو ته يې د کار زمېنه برابره کړي.