ابراهيم رييسي: ایران به له بلاروس سره د بنديزونو ضد تجربې شريکې کړي
CMG2023/03/14 10:53:43
شريکول:

د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي د مارچ په ۱۳مې نېټې په پلازمېنې تهران کې د بلاروس له ولسمشر اليکسندر لوکاشينکو سره ليدلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

نوموړي يوې ګډې خبري غونډې ته ويلي، چې هېواد يې چمتو دی، له بېلاروس سره د بنديزونو ضد تجربې شريکې کړي.

ولسمشر ابراهيم رييسي ويلي، چې ایران او بلاروس له یواړخیزو عملياتو او بنديزونو سره کلک مخالفت کوي او په وينا يې، د خپلواکو هېوادونو ترمنځ کارندې او رغندې خبرې له بنديزونو سره په مقابله کې مرسته کوي او د هېواد د پرمختګ بنسټ ټينګوي.

ایران او بلاروس د صنعت، کانونو، سوداګرۍ، کرنې او سړک جوړولو په برخو کې مهم تړونونه لاسليک کړي دي.

ابراهيم رئیسي هيله ښودلې، چې دغه تړونه به د ایران او بلاروس اړيکې پياوړې کړي او ګټې به یې خوندي شي.

اليکسندر لوکاشينکو ویلي، چې بلاروس او ايران د نړیوالو او سیمه يیزو مسئلو په اړه ورته دریځونه لري او دواړه هېوادونه غواړي "یوه څو قطبيزه عدلي نړۍ" جوړه کړي.