د چین د دولت ريیس په توګه د درېيم ځل ټاکلو وروسته د شي جین پينګ تازه څرگندونې
CMG2023/03/14 14:28:47
شريکول:

د چین د څوارلسم ملي ولسي کانګرس لومړۍ کلنۍ غونډه د مارچ په ۱۳مه نېټه د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې پای ته ورسېده. شي جين پينګ چې د درېيم ځل لپاره د چین د دولت ريیس په توګه وټاکل شو، د دې غونډې د پای په مراسمو کې وینا وکړه.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې لومړی د ملي ولسي کانګرس له ټولو استازو او د هېواد د بېلا بېلو قومونو له خلکو څخه مننه وکړه چې پر هغه پوره باور لري او وٍيې ویل چې هغه به د دغه باور او اعتماد په لرلو سره تر وسې پورې خپلې دندې ښې ترسره کړي.

شي جين پينګ مخکې د چین په کلیوالو سیمو کې د ګوندي مشر په توګه کار کړی، بیا وروسته يې د ښار او  ولایت د ګوندي کمېټې مشر دنده هم پر غاړه واخیستله او په اخر کې د چین رهبر په توګه وټاکل شو. هغه په دې ترڅ کې تل خلکو ته لومړیتوب ورکړی او ویلي يې دي چې خلکو ما ته دغه شان درنه دنده راکړې، نو زه به تل خلکو ته ستر اهمیت ورکوم.

د اېټالیا د استازو جرګې مشر روبیرتو فیکو (Roberto Fico) د ۲۰۱۹م کال په مارچ کې له شي جين پينګ څخه پوښتنه کړې وه چې کله تاسې د چین د دولت ريیس په توګه وټاکل شو، څه احساسات مو درلودل؟

ريیس شي جين پينګ ورته په ځواب کې ویلي و، چین یو ډېر لوی هېواد دی، د دولت ريیس دنده يې ډېره درنه ده او کارونه يې ډېر ستونزمن دي. زه به په ټول توان د خپل هېواد پرمختګ او وده وهڅوم او د خلکو لپاره به خدمتونه  ترسره کړم.

ريیس شي جين پينګ په خبرو کې د چین کمونېست ګوند په مشرۍ د چیني وګړیو د پرمختګ بهیر یاد کړی او په اشارې يې وویل، چینایانو تر نږدې سل کلنو کوښښونو وروسته خپل برخلیک په خپله کنټرول کړی، چیني ملت د خپلواکۍ، شتمنۍ او پياوړتیا  بهیر پوره کړی او اوس د سمسورتیا په زمانه کې روان دی.

د چین کمونېست ګوند په شلم کانګرس کې دا موخه ټاکل شوې چې چین به د روانې پېړۍ تر منځنۍ مودې پورې په هراړخیزه توګه یو عصري او پياوړی سوسیالیستي هېواد جوړ کړي. شي جين پينګ وویل، د هېواد ابادي او د ملت سمسورتیا لکه یوه ریلي ځغاسته ده او اوس د هغه په مشرۍ نسل دغه دنده پر غاړه اخیستې. نوموړی په خپلو خبرو کې د چین ملي ولسي کانګرس ټولو استازو او د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو ته ژمنه وکړه چې په نوې زمانه کې به د هېواد پرمختګ لپاره تر وسې پورې کوښښونه او خدمتونه وکړي او د خلکو امانت به خيانت نه کړي.

ريیس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو نظریې بیا بیان کړې او ویې ویل، چې د چین پرمختګ له نړۍ پرته نه کېږي او نړۍ د چین له سمسورتیا څخه هم ګټې اخیستی شي. د هغه په ټکو، چین به د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډې ګټې اصولو په ټینګار سره د تاریخ له سم تمایل سره ودرېږي، رښتینی څواړخیزم او د انسانانو ګډ ارزښتونه به عملي کړي، د نړیوالې ادارې سیستم په اصلاحاتو او جوړونه کې به فعال ګډون وکړي او د پرانیستي نړیوال اقتصاد جوړونه به وهڅوي. سربېره پر دې، چین به د ګردې نړۍ د پرمختګ او امنیت وړاندیزونو تطبیق پرمخ بوزي،  د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره به ثابت عوامل زیات کړي او رغنده رول به ولوبوي.