په بېجينګ کې د سعودي عربستان او ايران ډيالوګ د نړيوال امنيت وړانديز د تطبيق يو بريالی عمل دی
CMG2023/03/15 10:37:42
شريکول:

د سعودي عربستان او ايران ډيپلوماتيکو پلاويو څو ورځې مخکې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ډيالوګ تر سره کړی او خپلمنځي اړيکې يې بيا عادي مدار ته ګرځولې دي.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۱۴مې نېټې په یوې مطبوعاتي غونډې کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ ډيالوګ د نړيوال امنيت وړانديز د تطبيق يو بريالی عمل بللی دی.

وانګ ون بين ويلي، چې د بېجينګ ډيالوګ د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د اړيکو نوې پاڼه پرانيستلې، د منځني ختيځ د سولې او ثبات لپاره يې لاره موندلې او د ډيالوګ له لارې د هېوادونو ترمنځ د توپيرونو د حل لپاره يې ښه بېلګه جوړه کړې ده.

نوموړي ويلي، که مسئلې هر څومره سختې، پېچلې او ستونزمنې وي، د متقابل درناوي پر اساس د مساوي ډيالوګ له لارې حل کېدای شي.

وانګ ون بين زياته کړې، د منځني ختيځ برخليک بايد د دې سيمې خلک په لاسونو کې وي او چين ورڅخه ټينګ ملاتړ کوي، چې خپلواکه روحيه نوره هم پراخه کړي،‌ يووالی او همکارۍ وساتي او په ګډه سوله ييز، ثابت او سمسور منځنی ختيځ اباد کړي.

وانګ ون بين ويلي، چې په بېجينګ کې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ ډيالوګ د نړيوال امنيت وړانديز د تطبيق بريالي عمليات دي.