د امریکا، برېټانیا او استرالیا د ذروي اوبتل همکارۍ نړۍ ګواښي
CMG2023/03/15 15:31:29
شريکول:

د امریکا، برېټانیا او استرالیا مشرانو د روان کال د مارچ په ۱۳مه نېټه لیدنه وکړه او استرالیا ته یې د ذروي اوبتلونو د برابرولو پلان اعلان کړ.

د یادو درېیو هېوادونو د ګډې اعلاميې له مخې، امریکا به د روانې پېړۍ د ۳مې لسیزې په پيل کې پر استرالیا د ویرجینیا- کچه ۳ ذروي اوبتلونه وپلوري، او ښايي تر دې وروسته به ۲ نور بیا وپلوري. درې هېوادونه پلان لري، چې د امریکا او برېټانیې د ټکنالوژۍ په کارولو سره د نوي ډول ذروي اوبتل څېړنه او جوړونه وکړي.

د استرالیا پوځي چارواکي وویل، ټاکل شوې چې یاد پلانونه به تر ۲۰۵۵م کال پورې بشپړ شي او عمومي لګښت به يې ۲۴۵ میلیارډه ډالره وي.

له دې څخه څو ورځې مخکې، د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان د شورا میاشتنۍ غونډه په ویانا کې ترسره شوه. د چین په هڅونې سره دغه سازمان د اووم ځل لپاره د امریکا، برېټانیا او استرالیا ترمنځ د ذروي اوبتلونو پر همکارۍ خبرې کړې دي، ډېری غړو هېوادونو يې له دغې همکارۍ سره مخالفت څرګند کړ او ويې ویل، امریکا، برېټانیا او استرالیا د بېلابېلو خواوو له مخالفت سره سره پخپله خوښه د ذروي اوبتلونو د همکارۍ پلان اعلان کړی، دغه یواړخیزه کړنه يې د زیاتو خواوو له څواړخیزم سره احتجاج یې راپورته کړی. که دغه همکاریز پلان تطبیق شي، نو د اسیا او ارام سمندر سیمې پر سولې او ثبات به هرومرو له ګواښ سره مخ کړي، د ذروي وسلو د نه خپرېدا نړیوال سیستم به وځپي او د وسلو سیالۍ به هم لا وهڅوي. د یادو درېیو هېوادونو دغه همکاریز پلان لکه د (Pandora) پاندورا بکس پرانیزي او یو لړ خطرناکې نتیجې به رامنځته شي.

امریکا، برېټانیا او استرالیا د ذروي وسلو د نه خپرېدا د نړیوال تړون بنسټ ايښودونکي دي، خو د دوی همکاریز پلان په څرګنده توګه له یاد تړون څخه سرغړونه ده. دوی د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر کې د درې اړخیزې امنیتي همکاریزې اړیکې پرانیستې یانې (AUKUS) اوکوس، او اصلي موخه يې دا ده چې امریکا او برېټانیا د ذروي اوبتلونو د جوړولو لپاره له استرالیا سره مرستې کوي.

امریکا او برېټانیا ذروي وسلې لرونکي هېوادونه دي او استرالیا ذروي وسلې نه لري. امریکا او برېټانیا غواړي چې پر استرالیا د څو ټنو په اندازه یورانیم وپلوري چې سپېڅلیتوب يې د وسلې په کچه ډېر لوړ دی. نو د دوی له دغې کړنې سره به د ذروي وسلو د خپرېدا خطرونه ډېر زیات شي. د دغو دریو هېوادونو همکاریز پلان د ذروي وسلو د نه خپرېدا تړون له اصولو، د اټومي انرژۍ د نړیوالې اجنسۍ له مقرراتو او د جنوبي ارام سمندر د ذروي وسلو څخه د پاکې سيمې تړون له مقرراتو څخه سرغړونه کوي، نو د نړیوالې ټولنې له پراخ مخالفت سره مخ دي.

د یادو درېیو هېوادونو په همکاریز پلان کې راغلي، چې د امریکې ذروي اوبتل به له سږ کال څخه د استرالیا بندرونو ته زیات سفرونه وکړي، د امریکې او برېټانیې اوبتلونه به له ۲۰۲۷م کال څخه په نوبت سره د استرالیا د پیرتح ښار ته نږدې د ستالین سمندري پوځي اډه کې ميشت شي.

له دې څخه ښکاري، چې دوی غواړي په اسیا او ارام سمندر سیمه کې د پوځي ستراتيژۍ وړتیا پيدا کړي او په دې سیمه کې کړکېچ او شخړه راوپاروي. دغه شان لارې چارې د ناټو دایمي طریقې دي. نو د اندونیزیا او مالیزیا په شمول د جنوب ختیځې اسیا ځينې هېوادونه له یاد همکاریز پلان سره کلک مخالفت کوي.

بلخوا، امریکا، برېټانیا او استرالیا د نړیوالې ټولنې له سخت مخالفت سره سره د ذروي اوبتلونو همکاریز پلان پرمخ بېول د خپلو اقتصادي ګټو په موخه هم دي. استرالیا مخکې له فرانسې سره د ۶۶ میلیارډو ډالرو په ارزښت د عادي اوبتلونو د اخیستلو سوداګریز تړون لاسلیک کړی، خو وروسته امریکا او برېټانیا دغه سوداګریز تړون غلا کړی او ارزښت يې ۲۴۵ میلیارډو ډالرو ته لوړ شوی چې څو چنده زیات شوی دی.

د امریکې سیاسي کارپوه جوسیف سیلاکوسا په دې اړه خبري رسنیو ته وویل، استرالیا د ګڼ شمېر پيسو په لګولو سره دغه ذروي اوبتلونه اخلي، خو هېڅ امنیتي تضمین به ونه اړوي، یوازې به بې کاري پاتې شي.