د نيپال صدراعظم: له چين سره به سوداګريزې همکارۍ پراخې کړي
CMG2023/03/15 10:47:05
شريکول:

د نيپال صدراعظم پوسپا کمال داهال پراچندا د مارچ په ۱۴مې نېټې د دې هېواد په پلازمېنې کتمندو کې د چين او نيپال د ۲۰۲۳ کال د پانګونې، اقتصاد او سوداګرۍ فورم کې ګډون کړی و.

نوموړي ياد فورم ته په وينا کې هيله ښودلې، چې له چين سره سوداګريزې همکارۍ پياوړې او زياتې پانګونې يې راجلب کړي او چين له نيپال سره د خپلو پرمختيايي موخو په تر لاسه کولو کې مرستې وکړي.

پراچندا په خپلو خبرو کې چين د نيپال دوهم ستر سوداګريز ملګری او په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې لومړۍ ستره سرچېنه بللې ده.

نوموړي باور ښودلی، چې د چين د اقتصادي پرمختګ لاسته راوړنې به د نيپال لپاره لا زيات فرصتونه برابر کړي او اړوندې سوداګرۍ او پانګونې به يې د دغه هېواد له سمسورتيا سره مرستې وکړي.

په نيپال کې د چين سفير چن سونګ ياد فورم ته په وينا کې ويلي، هېواد يې هرکلی کوي، چې نېپال د چین له پرمختګ څخه ګټه پورته کړي او هم د چين يو کمربند او يوې لارې او نړيوال پرمختګ نوښت کې فعال ګډون وکړي.

د چين او نيپال د ۲۰۲۳ کال د پانګونې او اقتصاد او سوداګرۍ يو ورځنی فورم د روانې مياشتې په ۱۴مې نېټې په کتمندو کې ترسره شو، چې پکې د دواړو هيوادونو د صنعتي او تجارتي ټولنو استازو او شخصيتونو ګډون کړی و.