د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۱۴مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد يې د امريکا او کوریا جمهوریت د پوځي تمرينونو په اړه جدي اندېښنه لري او هيله يې ښودلې، چې د يادو هېوادونو پوځي تمرينونه د کوريا ټاپووزمې سولې او ثبات ته زيانونه ونه رسوي.
د امریکا او کوریا جمهوریت(جنوبي کوريا) ځواکونو د ډیموکراتیکې کوریا(شمالي کوريا) له اټومي ګواښ سره د مقابلې لپاره د مارچ له ۱۳مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د ازادۍ ډال (Freedom Shield) په نوم ګډ پوځي تمرینونه پېل کړي دي او د تمرینونو پيمانه يې د تېر په پرتله لويه او وخت يې هم زيات ښودل شوی دی.
ډيموکراتيکې کوريا په دې وروستيو کې څو ځلې له امريکا او کوریا جمهوریت څخه غوښتي، چې سمدلاسه پارونکې هڅې او ګډ پوځي تمرينونه پای ته ورسوي.
وانګ ون بين د کوریا ټاپووزمې اوسنی وضعیت ډېر پیچلی او حساس یاد کړی او اړوندې خواوې يې زغم ساتنې ته بللي، چې د کوریا ټاپو وزمې د سولې او ثبات لپاره ګټورې چارې وکړي.