په بریتانیا کې د سروې ۱۵ سلنه ګډونوال: د خواړو لګښت سپما ته اړ شوي يوو
CMG2023/03/15 10:57:10
شريکول:

د بریتانیا د خوړو معیاري ادارې یوه میاشتنۍ سروې خپره کړې، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د لومړنيو خوراکي توکو د ګرانۍ له امله ډېرې کورنۍ اړې شوي، چې د خواړو لګښت کې کموالی راوالي او سپما وکړي.

د سروې ۱۵سلنه ګډونوالو ويلي، چې د روان کال په فبرورۍ کې يې د خوراکي توکو د لوړو بیو له امله پر وخت خواړه نه دي خوړلي او ۲۷ سلنه ګډونوالو يې ويلي، چې دوی د خوړو له کمښت سره مخ دي، چې دغه دواړه شمېرې د تېر کال د نومبر په پرتله لوړې دي.

د سروې ۶۰ سلنې ګډونوالو کورنیو ویلي، چې دوی په تېرې فبرورۍ کې د اوبو، برېښنا، خوراکي توکو او درملو د اخیستلو لپاره د ژوندانه اړتیاوې کمې کړي، په بانک کې اېښې پيسې يې مصرف کړي او ډېرو يې ملکيتونه پلورلي او ځينو يې پورونه اخيستي دي.