د چين د بهرنيو چاو وزارت: امريکا بايد له اسلامه د وېرولو د مخنیوي لپاره صادقانه ګامونه پورته کړي
CMG2023/03/15 19:42:32
شريکول:

د روان کال د مارچ ۱۵مه نېټه له اسلامه وېرولو ضد مبارزې لومړۍ نړیوالې ورځ ده.

ملګرو ملتونو په دې ورستيو کې د همدې نېټې لپاره ځانګړی فعاليت تر سره کړی او پر دې يې ټينګار کړی، چې باید د مسلمانانو پر ضد د دښمنۍ، تبعیض، سپکاوي او زورزياتي په مقابل مشخص تدبيرونه ونیول شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځې وويلي، چې د امريکا حکومت بايد له اسلامه وېرولو پرضد رښتيني او صادقانه ګامونه پورته کړي.

وانګ ون بين دې ته په اشارې ويلي، دا نه هېرېږي، چې امريکا د افغانستان، عراق، لیبيا او سوريې په شمول په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې جنګونه پيل کړي او سلګونه زره مسلمانان يې قرباني شوي او سلګونه ميليونه مسلمانان بې کوره شوي دي.

ده زیاته کړه: دا ډېر د اندېښنې وړ خبر دی، چې د امريکا د تېرې دورې حکومت پر مسلمانانو د بنديز لګولو حکم صادر کړی او امريکا په نړۍ کې يوازنی هېواد دی چې د مسلمانانو د ورتګ د بندېدو حکم يې ورکړی.