شي جين پينګ د نړيوال تمدن پېشنهاد وکړ
CMG2023/03/15 22:24:53
شريکول:

د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې د چين د کمونېست ګوند او نړيوالو ګوندونو د لوړې کچې ډيالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټینګار کړی، چې د بېلا بېلو هېوادونو راتلونکی او برخليک يو له بل سره تړلی دی، د مختلفو تمدونونو ترمنځ همغږی ګډ ژوند، تبادلې او متقابلې زده کړې د انساني ټولنې د عصري کېدو او د نړيوال تمدن د سمسورتيا د پياوړتيا لپاره نه تعويض کېدونکی ارزښت لري. شي جين پينګ د نړيوال تمدن پېشنهاد وړاندې کړی.

شي جين پينګ ويلي، چې د عصري کېدو وروستۍ موخه د بشر د ازاد او هراړخيز پرمختګ پوره کول دي.

شي جين پينګ پر دې ټینګار کړی، چې د چین کمونېست ګوند به د نړيوال عدالت او برابرۍ د ساتلو او د نړيوالې سولې او ثبات د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. د چيني شکله عصري کېدو لار د سوله ييز پرمختګ مناسبه لار ده، نه د استعمار او لوټلو او د بادارۍ لار.