د چين د بهرنيو چارو وزارت: د امريکا د تش په نامه ډيموکراټیکه سرمشريزه د ډيموکراسۍ ضد پاتې شوې
CMG2023/03/15 19:41:31
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن د اړوندو هېوادونو مشرانو ته بلنې ورکړې، چې د مارچ په پای کې د تش په نوم دویمې ډيموکراټيکې سرمشريزې مشري وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۱۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې تش په نوم ډیموکراټيکه سرمشريزه د ډيموکراسۍ ضد پاتې شوې ده. امريکا يو کال مخکې د ډيموکراسۍ په پلمه د تش په نوم ډيموکراتيکه سرمشريزه تر سره کړې او خپله هغه اصلي څېره يې په ډاګه کړې، چې د ډيموکراسۍ په جامه کې باداري غواړي. د امريکا دغه کړنه د زياتو هېوادونو له غندنې او مخالفت سره مخ شوې ده.