امریکا، بريتانیا او اسټرالیا د اټومي اوبتلونو همکارۍ زياتوي
CMG2023/03/15 10:20:55
شريکول:

 د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا مشرانو په دې وروستیو کې د درې اړخیزو امنیتي همکاریزو اړیکو (AUKUS) په اړه خبرې اترې کړي او د اټومي اوبتلونو د پروژې جزئیات يې په ډاګه کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین د مارچ په ۱۴مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې امريکا، بريتانيا او اسټراليا د خپلو جيوپوليټيکي ګټو لپاره د نړيوالې ټولنې ټولې اندېښنې له پامه غورځولي او پر ناسمې او خطرناکې لارې ګامونه پورته کوي.

وانګ ون بين د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې امريکا، بريتانيا او اسټراليا تش په نوم درې اړخيزې امنيتي همکاریزې اړيکې ټينګې کړي او د اټومي اوبتلونو او نورو پرمختللو پوځي ټېکنالوژيو په برخه کې يې همکارۍ پراخې کړې دي.

نوموړي د يادو هېوادونو دغه کړنې د سړې جګړې عادي فکر بللی او په وينا يې، دوی یوازې د وسلو سیالۍ هڅوي، د اټومي وسلو د نه خپرېدو نړيوال سیسټم به ویجاړ کړي او سیمه ييزې سولې او ثبات ته به زیانونه ورسوي.

سوله خوښونکو هېوادونو د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا د اټومي اوبتلونو پر همکاريو جدي اندېښنه ښودلې او ټينګ مخالفت يې ورسره څرګند کړی دی.