د چین د شمېرنې ملي ادارې د مارچ په ۱۵مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو میاشتو کې د دغه هېواد اقتصاد مخ په ښه کېدو ښودل شوی دی.
يادې ادارې ويلي، چې د سږکال په جنورۍ او فبرورۍ کې، د چين د توکو صادراتي او وارداتي اندازه ۶۱۷۶ ميليارډو او ۸۰۰ میليونو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه اته سلنه ټيټوالی ښيي، خو پکې د صادراتو اندازه ۳۴۹۳ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، چې صفر اعشاريه نهه سلنه زياتوالی ښيي او د وارداتو اندازه يې ۲۶۸۳ میليارډو او ۳۰۰ میليونو يوانو ته رسېدلې، چې دا بیا دوه اعشاريه ۹ سلنه ټيټوالی ښيي.
د چین د شمېرنې ملي ادارې ويلي، چې په دغه هېواد کې د لويو صنايعو د زياتوالي اندازه دوه اعشاريه څلور زياته شوې، چې د تېر ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په پرتله يو اعشاريه يو سلنه زیاتوالی ښي او په همدې موده کې د ټولنې د مصرفي توکو د پرچون عمومي ارزښت يې ۷۷۰۶ میليارډو او ۷۰۰ میليونو يوانو ته رسېدلی، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې اعشاريه پنځه سلنه زياتوالی لري.
د روان کال په لومړیو دوو مياشتو کې، د چين د خدمتي صنايعو توليدي انډول پنځه اعشاريه پنځه سلنه زيات شوی دی.