شي جين پينګ د نيپال نوي ولسمشر رام چاندرا پاودېل ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2023/03/15 10:06:12
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۴مې نېټې د نيپال د ولسمشر په توګه د رام چاندرا پاودېل د ټاکل کېدو په پار نوموړي ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

شي جين پينګ په پیغام کې چين او نيپال دوست ګاونډي هېوادونه ياد کړي او ويلي يې دي، چې دواړو هېوادونو په ۱۹۵۵م کال کې خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي، چې تر دې دمه يې سالم او ثابت پرمختګ کړی دی او دا يې د لويو او کوچنيو هېوادونو ترمنځ د سوله ييز او دوستانه چلند ښه بېلګه بللې ده.

نوموړي زياته کړې، چې هغه د چين او نيپال ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او هوډ يې ښودلی، چې له ولسمشر پاودېل سره به په ګډو هڅو د دواړو هېوادونو اړيکې پراخې کړي، متقابل سياسي اعتماد به ټينګ کړي، يو کمربند او يوه لاره به په باکيفيته توګه اباده او‌ د خلکو ترمنځ تګ راتګ او کلتوري تبادلې به زیاتې کړي او د پرمختګ او سمسورتيا په لوري د دواړو هېوادونو ستراتيژیکو همکاريزو اړيکو ته به دوامداره وده ورکړي.